پي ټي ایم
د پښتون ژغورنې غورځنګ  ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشت کې هغه وخت رامنځته شو چې نقیب الله مسید، ځوان سوداګر د کراچۍ ښار کې د پولیسو له خوا ووژل شو. د دې پیښې په اعتراض په لومړي پړاو کې «د مسید ژغورنې غورځنګ» ډېری اسماعیل خان کې را منځته شو او له لږ ځنډ وروسته دا لاریون د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته ورسیده.
پکتیا سوداګریزه لاره
د خوست والي مهمند کټوازی وايي، په دې لاره هره ورځ لسګونه کانټینره خوراکي او نور توکي د کراچۍ بندر له لارې چین او له هغه ځایه خوست ته راوړل کیږي، نوموړي زیاته کړه، چې د یادې ترانزیتي لارې له خلاصون وروسته د خوست کمرکو په عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ځواکونه
د پکتیا ولایتي شورا بیا د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ځايي خلکو ژوند ته اندېښنه څرګندوي او وايي، هلته میشت خلک له ګڼو روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ دي، خو طالبان دا ادعا ردوي. د یادې شورا ریس عبدالمالک ځاځي اطلاعات روز ته وویل، چې د دوی د مالومات له مخې، چې د ولسوالیو خلکو ته طالبان دا اجازه هم نه ورکوي، چې له خپلو سیمو کډې وکړي او د برمتې په ډول یې ایسار کړي دي.
اتمر
ښاغلي اتمر زیاته کړه، د دوی غوښتنه دا ده چې په دې دوو غونډو کې د سیمې او نړیوالې ټولنې قاطعیت له سیاسي لارې طالبانو ته توضیح شي، چې دوی نه یوازې د افغانستان خلکو او د افغانستان دولت پر وړاندې قرار لري، بلکې د سیمې او نړیوالې ټولنې د واحدې لیکې پر وړاندې قرار لري، چې باید جګړه ودروي او د سولې خبرو اترو له لارې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.
سلسله علي خېل
د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال پر خپل ټوېټر طالبان د دې پېښې مسوول ګڼلي دي. د طالبانو ډلې پخواني غړي عبدالسلام ضعیف هم پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور اختطاف او شکنجه، د ټولو افغانانو د پت خبره یاده کړې ده.
غني
هغه وویل، په دې پلان کې د دندو وېش واضع دی. د افغانستان اردو د ستراتیژیکو موخو په دفاع تمرکز کوي. پولیس مو د ښارونو او ستراتیژیکو ولسوالیو امنیت تامینوي او د ملي امنیت ریاست او د ملي امنیت سلاکار دفتر به د خلکو بسیج چارې مخته وړي.
کډوال
حکم خان د دې رابېځایه شویو له ډلې بل یې هغه شخص دی، چې جګړو ترې په خیرکوټ ولسوالۍ کې له وسایلو ډک کور پریښی او د خپل سر او ماشومانو د ساتنې لپاره یې ښرنې ته پناه وړې ده، نوموړي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې سیمه کې یې جګړو زور اخیستی و او وسله والو طالبانو به د دوی له کورونو څخه د مرچې په ډول استفاده کوله.
سپین بولدک کې دوه وژل شوي ورونه
طالبانو ډلې د روان کال سرطان میاشتې د سه‌شنبې په ورځ کندهار ولایت کې د سپین بولدک ولسوالۍ د افغانستان امنیتي ځواکونو له کنټروله بهر کړه. دا ولسوالۍ د ډېرو نورو ولسوالیو غوندې چې وروستیو میاشتو کې سقوط شوي، له جګړې او سختې نښتې پرته د طالبانو لاس ته ولوېده.
پکتیا کې پولیسه
جمیلې په دې اړه اطلاعات روز ته داسې وویل: «ځینې کلتوري ستونزې اوس هم زمونږ د کار په وړاندې وي، خو ولې اوس خلک هم په دې پوی شوي، چې ښځینه پولیس په امنیتي لیکو کې یوه لویه اړتیا ده، نو زه خپله هم دلته په امنیه قومنداني کې د اداري کارونو ترڅنک ځینې وخت له خپلو وروڼو سره عملیاتو کې هم برخه اخلم.»
خوست
د خوست ولایت اوسېدونکی او مدني فعال نورالله افغان وايي، که مرکزي اداره د روان فساد او چور مخه ونه نیسي، ولس به په پراخه لاریونونو لاس پورې کړي، هغه زیاته کړه، چې د دې دولتي ځمکو د ویش مخنیوي لپاره یې قران شریفونه هم د ولایت مقام مخې ته ور وړي و، تر څو چارواکي له پیل شوي کاره لاس واخلي.