د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کمزورۍ له امله اړ دي، چې له درېو تر څلورو ساعتونو نورو سیمو ته پلی مزل وکړي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو اوسیدونکی پر ځایې طالب چارواکو نیوکه کوي او وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ د طالبانو له لوري پر خپلو خپلوانو او پلویانو وېشل کېږي.
۲۵ کلن ګل احمد احمدي چې غواړي په قاچاقي لارو ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته لاړ شي وایي، د تلو یوازینی لامل یې بې کاري او هیواد کې دننه کار اهل کار ته نه سپارل دي.
په خوست کې يوه برخه ښځې چې په خپل شخصي لګښت د لاسي صنايعو په کاروبار بوختې دي، د بازار له نشتون شکايت کوي او وايي، د توليداتو لپاره يې پيرېدونکي کمرنګه او هټۍ وال يې هم په مناسبه بيه ترې نه پیري.
کان کیندونکي دغه راز نیوکه کوي، چې کونړ کې د طالبانو ولایتي چارواکو له دوی سره د کانونو د کیندنو په موخه د اسانتیاوو په برابرولو کې خپلې کړې ژمنې هم نه دي عملي کړي.
له پاکستانه څخه راستانه شوي کډوال زده کوونکي نه یوازې دوی ته د زده کړو د زمینې برابریدو غوښتنه کوي، بلکې په هیواد کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو د ختمیدو غوښتوونکي هم دي.
د نیمروز ولایت د اوسيدونکو په وينا، چې له يوې خوا د برېښنايي پيژندپاڼو ترلاسه کول زيات وخت نيسي او له بلې خوا یې قیمت د تېر حکومت په پرتله څو برابره لوړ شوی دی.
پکتیکا کې ټولې کارخونې په ډيزلي برېښنا چليږي، د دغه ولايت صنعت کاران وايي، که شرايط ورته برابر شي نور سوداګر او صنعتکاران هم کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې توليدي فابريکې فعاله کړي.
د نورستان د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې په همکارۍ یې هغو ماشومانو ته چې له خپلو کورنیو سره پر درنو کارونو بوخت او له زده کړو بې برخې وو دوستانه محلونه او ټولګي جوړ کړي.
د کندهار د لېرې پرتو سیمو ماشومان چې اوس مهال یې د زده کړو راتلونکی د نامعلوم برخلیک سره مخ دی وایي، د تېر یوه کال راهیسې چې محلي ټولګي تړل شوي هیڅ ډول زده کړو ته لاسرسی نه لري.