د سويلي حوزې په کچه د معتادينو لوی روغتيایي مرکز کې د کندهار سربېره د هلمند، نيمروز، زابل او ارزګان يو شمېر هغه معتادين ساتل کېږي او درملنه يې روانه ده چې پر نشو د اخته کېدو کیسه يې ایرانه پېل شوې.
افغاني غالۍ
شفیع الله یو له هغه غالۍ اوبدونکو دی چې له تیرو څو کلونو راهیسې د قالین اوبدلو په صنعت بوخت دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، افغاني قالینې په اروپایي هیوادونو کې ځانګړی نوم لري او د دغه صنعت د پرمختیا لپاره حکومت ته لازمه ده، چې په ملي او نړیواله کچه غالیو ته بازار موندنه وکړي.
کندهار کې يواځینۍ ولسوالۍ چې د غنمو ډوډۍ يې په ټول افغانستان کې مخصوص ځای او جلا خوند لري هغه د دامان ولسوالۍ ده. د نورو سيمو د غنمو په پرتله د دامان ولسوالۍ غنم ګران هم تماميږي، ځکه د خلکو په خبره چې دا غنم خوږوالی لري او غاز داره دي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې طالبان د امنيت تامينولو په نوم د کورنیو د غړو په اړه معلومات راټولوي خو په حقيقت کې د ځوانو نجونو ليستونه برابروي.
سوداګر وایي، د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر تشو لاریو محدودیتونو له امله هره ورځ په هره لارۍ له ۱۴۰ ډالرو نیولې تر ۳۲۰ ډالرو ډېمبرېج او ډیټنشن راځي، چې دوی ته د ورځې شاوخوا ۷ سوه زره ډالر زیان رسیږي.
دغه لاره له څمکنیو ولسوالي څخه تر جانیخېلو ولسوالي پورې شاوخوا ۲۱ کیلو مټره اوږدوالی لري، په همدې لویه لاره تلونکي خلک وايي، له څمکنیو ولسوالي څخه جانیخېلو ته د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
ټېلر
د هرات د ټولګټو ریاست د شمېرو له مخې، هره ورځ په منځني ډول ۲۰۰ تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د هرات – اسلام قلعه لویې لارې او د میرداوود له دروازې تېرېږي. د هرات ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د اسلام قلعه ګمرک په لس کیلو مټرۍ، میرداوود او شیدایي کې د لوړ تناژ مشخصولو تلې فعالې دي او د دې تلو فعالیت په ۹۶ کال کې ځنډېدلی و او له یو کال وروسته یې فعالیت له سره شو.