په افغانستان کې چې هرې ګډوډۍ حکومت بدل کړی دی، لومړی عنصر چې زيات ورسره زيانمن شوی او خلکو دا زيان په سترګو نه دی ليدلی فرهنګ او فرهنګي ميراثونه دي.
د افغانستان ښځې له ۱۵ مياشتو راهيسې د بنديزونو او د ژوند د ناسم وضعيت په وړاندې اعتراض کوي. طالبانو په کابل کې ۴۴ ښځې له خپلو کورونو او يا هم کارځايونو څخه وړې او شکنجه کړې دي.
کندهار کې د طالبانو د يوولسمې حوزې امر حاجي ملا نصیب وايي، دغه پېښه پرون (چهارشنبه، ۱۲ د زمري) له غرمې وروسته رامنځته شوې او پر مهال يې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د مصنوعي ځيرکتيا په اړه په پراخه کچه خبرې کېږي. دا نوی را پيدا شوی ځواک د انسان رقیب دی او که يې ملګری؟ دا ليکنه چې د پوښتنو او ځوابونو په بڼه ده، عبدالرزاق وحيدي پکې په دې اړه ځينو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
موقت حکومت
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره لنډمهاله حکومت د نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو د پوځي یرغل په مداخله په داسې وخت کې رامنځته شو، چې د طالبانو ظالمانه رژیم تازه نسکور شوی و او دغه هېواد د لسیزو جګړو او سیاسي شخړو وروسته نسبي ارامي تجربه کوله.