ټولنيزه پاشلتیا د تېر کال تر سياسي پاشلتیا څو چنده زياته ويجاړوونکې ده. دا پاشلتیا پېل شوی او دوام لري. متأسفانه راتلونکی ښه نه دی. په يوه جمله کې به درته ووايم چې که له تاريخه زده کړه ونه کړو، تکراروو به يې.
د پکتیا ولایت له رسنیز دفتره خپرې شوې خبرپاڼه وایي، دغه پېښه پرون (چهارشنبه، ۹ د چنګاښ) د مرکز ګردېز اړوند «ابراهیم خیلو» سیمه کې رامنځته او د یوه «بې وزله» بزګر د یوه کال خواري او د کورنۍ نفقه د یوې مرمۍ خوراک شوه.
ننګرهار
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۳۰ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «بحراباد» سیمه کې د ملي اردو پر رنجر موټر د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې.