د احمد مسعود په مشرۍ د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» هم د دې پیښې په تړاو تسليت ويلی او زياته کړې يې ده چې «موږ په دې سختو شرایطو او دې غم او لوی مصيبت کې د ايران د دولت او خلکو ترڅنګ يو او ځان په دې لوی وير کې شريک ګڼو.»
رييسي ويلي: «د دوو ګاونډيو په حيث تر نورو زيات د افغانستان د درنو خلکو په اړه د مسووليت احساس کوو. په دې باور يو چې په افغانستان کې بايد داسې دولت جوړ شي چې د دې هيواد د ټولو قومونو، مذهبونو او خلکو استازيتوب وکړي او وکولای شي د خپل پرمختګ لپاره اوږدمهالي ګامونه واخلي.»
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان سيستان او بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې د دې هيواد غوښتنه له طالبانو داده چې د هلمند د کجکي اوبو دروازې دې خلاصې کړي.
دا خبر څو شیبې وړاندې د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا خپور کړی دی.
د ايران ولسمشر د ايران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ په اړه ويلي، چې «خراسان جنوبي د سيستان او بلوچستان تر څنګ مهم مرکزونه دي او له افغانستان سره د راکړې-ورکړې خنډونه بايد لېرې شي».
د ايران د بهرنيو چارو وزیر حسين امير عبداللهيان خبريالانو ته د يکشنبې په ورځ وويل، چې د دواړو هيوادونو تر منځ هوکړه شوې چې لوړپوړي ډيپلوماټان به يې غونډه کوي.