د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دې ولسوالي ته د سيل لپاره پخوا د سيلانيانو ورتګ زيات و، په ځانګړي ډول په اخترونو او نورو ملي ورځو کې د لرو سيمو او ولايتونو ګڼ ځوانان د دې سيمې د طبيعي ښکلا ليدو او سيمه ييزو خوړو لپاره به ورتلل، چې د دوی کاروبار به هم ورسره ښه و.
په ګردېز کې د ځوانانو لپاره د تفریحي پارک نه موجودیت له امله ډیری خلک مجبور دي، چې په شخصي او یا هم کرایه موټرو کې تر سټوکنډو سیمې راشي او اخترېزې مېلې ترسره کړي. سټو ته راغلی د پکتیا ولایت اوسېدونکی عبدالرزاق وايي، که په دې سیمه کې حکومت او ملي سوداګر پانګونه وکړي، د هیواد په کچه به د خلکو په سیاحتي ځای بدل شي.
د خوراکي توکو يو تن هټيوال جانداد وايي، پخوا چې په نورو اخترونو کې مونږ خپلې سواد خرڅولې، نو هلته زمونږ کاروبار ډېر ښه و، خو متاسفانه، چې د جګړو په زیاتېدو او د ولسوالیو په سقوط سره اوس یوازې مونږ ته د ګوتو په شمېر خلک راځي او سواد کوي، چې هغه د خپل دوکان کرایه هم نشو پوره کولی.