اسلامي نظام اصلا څه دی؟ ايا دا سياسي-اسلامي ګوندونه او د اسلامي نظام لپاره جنګېدونکې جهادي ډلې چې د اسلامي نظام د تطبيق لپاره هڅې کوي، د اسلامي نظام ټولمنلی تعريف لري؟
یاد وزارت په خبرپانه دغه راز لیکلي: « مخکې عمومي تعلیماتو د ټولو لومړنیو او ثانوي تعلیماتو پر وړاندې مسوولیت درلود خو اسلامي تعلیماتو یواځې د دارالحفاظونو او مدرسو د مدیریت پر وړاندې مسوولیت درلود چې دغه ویش یا جلا والي، د اسلام موقف په څنډه کې راوستی وه.»
په داسې حال کې چې په هېواد کې د جنګ، جګړو له امله د بېوزلي کچه خورا زياته ده او د احصايې ادارې او بشر حقونو کميسيون د شمېرو له مخې د پکتيا ولايت شاوخوا ۴۸ سلنه اوسېدونکي د بېوزلي تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو د دومره زيات ولور پوره کول خورا ستونزمنه ده.