طالبان او داعش د يوې ايډيالوژۍ زېږنده دي، د دواړو ډلو باور له اسلام څخه پر داسې تعبیر ولاړ دی چې ځان ورته حق او نور ورته باطل ښکاري.
اساسي پوښتنه دا ده چې د طالب مطلوب اسلامي نظام تر کومه بريده د افغاني ټولنې له واقعيتونو سره اړخ لګوي؟ هغه اسلامي نظام چې طالبان يې حاکمول غواړي، د افغانستان له ننني ټولنيز او کلتوري چاپېريال سره مطابقت لري؟
که په یوې سیمه کې امربالمعروف نه وي، نو په هماغه خلکو د خدای قهر نازلیږي، مونږ د دې لپاره مټې را بډ وهلې چې دلته سوچه اسلامي نظام رامنځته کړو او په همدې موخه به ټولې پرېکړې عملي کوو