اسټرالوي «ايس بي ايس دري» نن (سېشنبه، ۲۸ د وږي) راپور ورکړی چې د طالبانو په لاس د کابل د سقوط له وخته تر اوسه ۲۰۸ زره افغان وګړو د اسټراليا دولت ته د بشر دوستانه ويزو غوښتنليکونه لېږلي چې ۵۰ زره يې رد شوي دي.
د اسټراليا د کورنيو چارو وزارت ويبپاڼې ليکلي، چې د متقاضي د هويت او سابقې معلومولو لپاره هيڅ ډول بايوميټريک ازموينې نشته او نه هم په افغانستان کې د ويزې لپاره مرکه کېدلای شي.
په ۲۰۲۱ کال کې د بريټون راپور په نوم څېړنو وښوده چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ظاهرا ۳۹ بې وسلې زندانيان او ملکي وګړي وژلي دي.
ځکه زه د افغان کرکټ ټيم لوبغاړو هر یو راشد خان، محمد نبي، مجيب ځدران او ظاهر خان څخه هيله کوم چې دوی دې، د افغان ولس د بچيانو او استازو په توګه، سږ کال د آسټراليا هېواد د کرکټ بګ بېش ليګ (Big Bash League—BBL) په لوبو کې د ګډون څخه ډډه وکړي.