په ۲۰۱۶ز کال کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو سرتیري، کیون فراست په افغانستان کې د اسټرلیا د جنګي جرمونو تورونه عام کړ او دا ادعا یی وکړه چې د رابرټس سمت په نوم یو استرالیایي سرتیري د ۲۰۱۲ز کال د سپتمبر په میاشت کې په ارزګان کې یو لاس تړلی جنګي بندي چې علي جان نومید، په غیرقانوني ډول له یوې لوړې پښتې په لغتو کارته را وغورځوو او مړ یې کړ.