برادر همدا راز د سیمې له قومي مشرانو سره په ناسته کې ډاډ څرګند کړ، چې د داخلي او نړیوالو خیریه بنسټونو له لوري شوې مرستې به په عادلانه ډول د زلزلې قربانیانو ته ووېشل شي.
ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست يوه مسوول حکمت الله حکيمي ددغه کمپاین د پیل پر مهال وويل، چې دوی د خوست او پکتيکا ولايتونو د زلزلې قربانیانو له پاره د مرستو راټولولو درې ورځنی کمپاین په لار اچولی دی.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، د پکتيکا او خوست ولايتونو په ١٤ کليو کې ١٥٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي. په دغه سیمو کې پاتې کسان اوس بې کوره دي او هیڅ سرپناه نه لري.
په ورته وخت کې ننګرهار ولايت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس له ځوانانو مننه وکړه چې د ننګرهار د ولسونو مرستې یې راټولې کړي او ترې غوښتنه یې وکړه چې خپلو زلزله ځپلو هېوادوالو ته دې په شفاف ډول ورسوي.
د طالبانو ځايي چارواکو اټکل کړی چې په زلزله کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی. همدارنګه اټکل کیږي چې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او په زرګونو کسان ټپیان شوي دي.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تر اوسه د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ ملکي روغتون ته ۳۵ جسدونه او له ۶۰ ډېر ټپیان ور وړل شوي دي.