د اروپايي اتحاديې او مرکزي اسيا د هيوادونو استازو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو هغه ټول لګېدلي بنديزونه لېرې کړي چې د تحصيل، کار او په عمومي ژوند کې د هغوی د ګډون مخه نيسي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، چې د دې وګړو د اړتياوو پوره کولو لپاره د ۲۰۲۳ کال پر مهال ۱۷۰ ميليونه ډالرو مرستې ته اړتيا ده.
خاور ليکلي، چې امام علي رحمان او ايمانقلي تاسماګامبتوف له شته خطرونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره د ډلهييز امنيتي تړون د سازمان ظرفيت لوړول مهم بللي دي.
د کړکېچ نړيوالې ډلې ويلي، چې که د طالبانو رژيم بشري حقونو ته درناوی وکړي، يوه ورځ به د نړيوالې ټولنې برخه شي، خو په اټکل وړ راتلونکي کې داسې څه نه تر سترګو کېږي.
ښوونځو په ځانګړي ډول د کابل ښار د ناحیو ښوونځیو ستونزه په داسې مهال ده چې ولسمشر او د پوهنې وزارت مسوولین هر کال د زرګونه ښوونځیو ودانۍ جوړولو ژمنه کوي. د پوهنې وزارت مسوولین وایي، چې په تدریج سره دا ستونزه هواروي. خو شمېرې ښیي چې د ولسمشر او د پوهنې وزارت ژمنې له کلونو را په دېخوا عملي شوي نه دي.
سيګار په خپل راپور کې ويلي، چې د بشري مرستو د وېش په بهير کې د طالبانو لاسوهنه او له خپلو برنامو څخه د دفاع په برخه کې د ملګرو ملتونو ناتواني د اندېښنې وړ دي.
ضيا زياته کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د يوناما مرستيال رامز الاکبروف ويلي، چې اباد او پر ځان بسيا افغانستان يوه ګډه موخه ده.
د پاکستاني ګمرک د ترخیص مسوول مجیب الله شینواري ډان نیوز ته ویلي، چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو او همداراز د افغان موټرچلوونکو لپاره د ویزې د سیاست په اسانه کولو کې د یو شمېر پاکستاني چارواکو د نه لیوالتیا له کبله د تورخم د خلاصولو لپاره هڅې کمې شوي.
اطلاعات روز: د اسيا جام په روانو لوبو کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې وکولای شول چې افغانستان ته...
دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه وګړي نه پوهېږي چې د دوی راتلونکي خواړه به له کومه کېږي.