اطلاعات روز: د بیان د ازادۍ کور ویلي، چې د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د افغانستان د خبریالانو او...
د مرضیه په نامه یوه بله افغان خبریاله چې د طالبانو د حکومت له راتګ ورورسته پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تیروي وایي، د پاکستاني پولیسو له لوري نیول کیدل، د ویزو نه تمدید، بهر ته د تګ کېسونو پر وخت نه څیړل او د بد اقتصادي وضعیت له امله زیاتره خبریالان له روحي ستونزو سره مخ شوي دي.
يو افغان خبريال محمود کوچي نن د دغه راټولیدنې پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او تر يوه کال زيات وخت کېږي چې بې برخليکه دي.
په دې وروستيو کې په کندهار کې د طالبانو والي د دې ډلې له چارواکو څخه د انځور اخيستل منع کړي دي. همدا راز په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د دې ولايت له محلي رسنيو سره د مخاطبينو په توګه د ښځو او نجونو پر ټیليفوني اړيکو بنديز لګولی دی.
له دې خبريالانو يوه مقبول نوري له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې اوس مهال ۸۰ خبريالانو او رسنيز کارکوونکي په ايران کې بې برخليکه پراته دي.