د پاکستان استازي ټينګار وکړ چې له طالبانو سره د تعامل لپاره په هره راتلونکې جوړېدونکې تګلاره کې بايد له تروريزم سره مبارزه تر ټولو لومړی لومړيتوب وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، چې د طالبانو پلاوي موافقه کړې چې د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره به «په لوړه کچه تعامل او خبرو-اترو» ته دوام ورکړي.
د متقي په وينا، يوازينۍ ناحل شوې موضوع د قبايلي سيمو د ادغام لغوه کول و، چې له کبله يې مذاکرات له خنډ سره مخ او پاکستانی دولت له خبرو پر شا شو.
دراني يادونه کړې، چې طالب چارواکو اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د ليدنې پر مهال د خپل مشر هغه امر ياد کړی، چې په وينا يې په پاکستان کې يې بريدونه حرام بللي دي.
ايکسپريس ټريبيون د ځينو سرچينو په وينا ليکلي، چې پاکستان د تورخم له خلاصولو سره په دې هېله موافقه کړې چې د افغانستان طالبان به پر خپلو ژمنو عمل کوي.
د جمعیت علمای پاکستان غړي مولانا یوسفزي شاه ویلي، چې دوی خبرې پېل کړي او هېله مند دي، چې د سراج الدین حقاني په شنه څراغ او د کندهاري طالبانو په ملاتړ به مثبتې پایلې ترلاسه کړي.
کله چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې د خيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې تر بريد وروسته ترينګلې شوې، مولانا فضل الرحمان ته د روانې مياشتې په لومړيو کې طالبانو بلنه ورکړه چې کابل ته ورشي.
بلوڅ ويلي: «موږ به پر افغان چارواکو خپل اغېز ته دوام ورکړو تر څو د دې تروريستي ډلو پر خلاف موثر اقدامات وکړي ... زموږ غوښتنو ته په پام، د افغانستان د چارواکو له لوري ځانګړي ضمانتونه راکړل شوي دي.»
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزير د داعش او ټي ټي پي د بريدونو مخنيوي کې له طالبانو د همکارۍ غوښتونکی شو
ښاغلي کاکړ پرون (جمعه، ۳۱ د وږي) د ملګرو ملتونو په اته اويايمه غونډه کې ويلي، چې د افغانستان له خاورې او د پولې له هغه لوري پر پاکستان د ټي ټي پي او نورو ټولو ډلو بريدونه غندي.
سرچینې زیاتوي، چې په یاده نښته کې څلور افغان ماشومان، دوه طالبان او دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او همدارنګه ۱۶ افغان مسافر او ۴ پاکستاني وګړي ټپیان شوي دي.