د یو شمیر ناروغانو پایوازان وایي، چې ورځ تر بلې د دوی د ناروغانو حالت په خرابېدو دی او په وینا یې که د تورخم د خلاصېدو په برخه کې اقدام ونه شي ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ یوتن اوسېدونکی د طالبانو په مسوولو کسانو نیوکه کوي، چې د اړیکو په اساس هغو کسانو ته له ځنډ پرته ټوکنې ورکوي چې د کورنۍ غړي یا خپلوان یې د طالبانو په حکومت کې دنده ولري.