د بې اسناده ګمرکي او ټرافیکي موټرو د ثبت لړۍ د لړم په ۱۰مه د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم او د ملي امنیت شورا غونډې ۱۵ شمېرې مصوبې له مخې پیل شوه.
د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون مخکیني خبریال او د مرکزي بانک ریاست دفتر د عمومي امریت عامه اړیکو چارو مشاور...
امرالله صالح د لړم په ۲۵مه ویلي و، چې کابل کې په جرمونو ککړ ټول درې زره او ۶۰۰ تورن کسان چې د خلکو له خوا پېژندل شوي، یواځې ۷۰۰ تنه یې نیول شوي دي.
هغې لیکلي و: «زه د پارک سینما ته راغلم؛ د دې لپاره چې ښاروال او لومړی مرستیال مو خبرو ته غوږ نه نیسي؛ له نن ورځې د پارک سینما ته ننوځم، نه اوبه څښم، نه ډوډۍ خورم، که د پارک سینما نړوئ ما سره یې یو ځای ویجاړه کړئ.»
ښاغلي صالح د خپلې لیکنې یوې برخه کې لیکلي، چې کابل پوهنتون کې د بریدګرو پاتې وسلې او د هغوی څېرې له هغو انځورونو سره چې داعش ډلې خپاره کړي، هم ورته نه دي.
له دې پېښې نهه ورځې وروسته، د سیاوش کورنۍ په یوې شکایت لیک کې د نوموړي مرګ «مرموزه» یاد کړ او له دولته یې د پلټنې غوښتنه وکړه. دغې کورنۍ ویلي، چې د سیاوش د قتل په تړاو د مرکزي بانک پر کړنې شکمن دي.
د تېرې ورځې په سهار د کابل پولیسو وویل، چې د کابل ښار دولسمې ناحيې اړوند احمد شاه بابا مېنې سیمه کې یو رنجر موټر د چسپکي ماین موخه ګرځېدلی. د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي و، په دې چاودنه کې یو نظامي وژل شوی او درې نور نظامیان ټپي شوي دي.
نیول شوي کس دغه راز ویلي دي، چې سلاح یې له حقاني شبکې له خوسته لاسته راوړې وه او پر کابل پوهنتون د برید لارښوونه هم ثناوالله کړې وه.
صالح دغه راز پر انټرکانټيننټال هوټل او کابل کې پر څلورسوه بستریز روغتون بریدونو ته په اشارې ویلي، چې پر کابل پوهنتون دغه برید هم له کومې پوښتنې پرته د طالبانو کار دی.
No More Content