د ننګرهار اوسېدونکي په دې وروستیو کې هدفي وژنو او د انسان تښتونې پېښو اندېښمن کړي او له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې په اړه يې جدي اقدامات وکړي.
د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال محمد قاسم رياض وايي، چې دغه انسان تښتوونکي یې تېره شپه (یکشنبه، ۱۸ د چنګاښ) د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي دي.
د خوست ولایت د طالبانو د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر صابر صابري وايي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
د ننګرهار ولايت مربوطاتو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د احسان الله په نوم يو تن، چې ۲۸ ورځې وړاندې له بهسودو ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
اعترض کوونکي ملک بهادر وویل، چې دا لومړۍ پېښه نه ده، چې د ګردېز له ښاره موټر او کسان تښتول کیږي او وروسته په بې رحمانه ډول وژل کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوې، خو امنیتي مسوولینو یوازې د خلکو د تېراېستلو لپاره د دې کسانو د نیولو ژمنې کړې دي.
د سرچینې په حواله چې په خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ پولیسو تېره شپه (دوشنبه، ۹ زمري) د ځانګړو عملیاتو پر مهال د دغه ماشوم جسد د هغوی د یو ګاونډي په کور کې په داسې مهال پیدا کړ، چې له وژلو وروسته یې په یو تشناب کې غورځولی و.
د لوګر طالبان وایي، دغه ماشومان د خروار ولسوالۍ له «پنج پای» کلي څخه د پېسو په خاطر راتښتول شوي و، چې د کشفي راپورونو پر اساس د اختطاف کوونکو له منګولو وژغورل شول.
ارزګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند قاري اغاولي قریشي اطلاعات روز ته وویل، چې انسان تښتوونکو لومړی له یاد کس څخه ۴۵ زره کالدارې اخیستي او وروسته یې ددغه کس د وژلو هڅه کوله چې د طالبانو له لخوا ونیول شول.
د طالبانو د کورنيو چارو، دفاع او استخباراتو رياست منسوبينو په مشترک ډول عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې د حاجي پاچا ګل په نوم صراف، چې له کابل څخه دې ولايت ته راتښتول شوی و، د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد کړی دی.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل نن (سه شنبه، ۲۱ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه ماشوم چې تېره ورځ د جلال اباد ښار اتمې ناحيې له تعمیراتو سیمې تښتول شوی و، د ملي امنیت ځواکونو له لوري د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.