د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنایي ستانکزي نن (پنج شنبه، ۲۷ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې پولیسو تېره شپه د سره رود ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي، چې په نتیجه کې یې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص کړی.
د خوست والي جنرال مهمند کټوازي وويل چې تښتوونکو ياد ماشوم ۵۴ ورځې وړاندې د خوست له مرکز څخه تښتولی او بيا يې علي شېر ولسوالي ته وړی و.
اعترض کوونکي ملک بهادر وویل، چې دا لومړۍ پېښه نه ده، چې د ګردېز له ښاره موټر او کسان تښتول کیږي او وروسته په بې رحمانه ډول وژل کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوې، خو امنیتي مسوولینو یوازې د خلکو د تېراېستلو لپاره د دې کسانو د نیولو ژمنې کړې دي.
د ننګرهار ولايت مربوطاتو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال د احسان الله په نوم يو تن، چې ۲۸ ورځې وړاندې له بهسودو ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
د خوست ولایت د طالبانو د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر صابر صابري وايي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
ښاغلی خوږیاڼی د انسان تښتوونکو د نیول کیدو په تړاو څه ونه ویل، خو زیاته کړې چې د نیولو هڅې یې روانې دي.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل نن (سه شنبه، ۲۱ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه ماشوم چې تېره ورځ د جلال اباد ښار اتمې ناحيې له تعمیراتو سیمې تښتول شوی و، د ملي امنیت ځواکونو له لوري د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د طالبانو د کورنيو چارو، دفاع او استخباراتو رياست منسوبينو په مشترک ډول عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې د حاجي پاچا ګل په نوم صراف، چې له کابل څخه دې ولايت ته راتښتول شوی و، د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد کړی دی.
ارزګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند قاري اغاولي قریشي اطلاعات روز ته وویل، چې انسان تښتوونکو لومړی له یاد کس څخه ۴۵ زره کالدارې اخیستي او وروسته یې ددغه کس د وژلو هڅه کوله چې د طالبانو له لخوا ونیول شول.
د لوګر طالبان وایي، دغه ماشومان د خروار ولسوالۍ له «پنج پای» کلي څخه د پېسو په خاطر راتښتول شوي و، چې د کشفي راپورونو پر اساس د اختطاف کوونکو له منګولو وژغورل شول.