طالبانو ډلې د روان کال سرطان میاشتې د سهشنبې په ورځ کندهار ولایت کې د سپین بولدک ولسوالۍ د افغانستان امنیتي ځواکونو له کنټروله بهر کړه. دا ولسوالۍ د ډېرو نورو ولسوالیو غوندې چې وروستیو میاشتو کې سقوط شوي، له جګړې او سختې نښتې پرته د طالبانو لاس ته ولوېده.