د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) راپور له مخې، رییسي دا څرګندونې پرون (دوشنبه، د کب په ۲مه) دوحه کې د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره په ګډه خبري ناسته کې کړې دي.
کندهار کې د ایران سرکونسل علي رضا حاجي زاده بیا وایي، دغه هوایي شرکت به په اونۍ کې دوه ځله له کابل او کندهار څخه ايران ته پروازونه ولري او په دې سره به د دواړو هېوادونو خلکو ته د سفر پرمهال اسانتیاوې برابرې شي.
ټولټال ۳۴ زره او ۳۲ افغان کډوال له ایران افغانستان ته راستانه شوي چې په دې کې ۱۰زره ۱۰۷تنه په خپله خوښه او ۲۳زره ۹۲۵ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.
بلاول بوټو زرداري په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر اړتيا ټينګار کړی او همدا راز يې په دې هيواد کې د ټولګډونه حکومت جوړول او له تروريزم سره مبارزه ضروري ګڼلې ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې، چې هيواد يې «پر افغانستان د حاکمې ډلې اقدام چې ښځې او نجونې يې له زده کړو محرومې کړې دي، د اسلام له رحماني دين سره په ټکر کې ګڼي او خپله ژوره اندېښنه اعلانوي.»
په مزار شریف کې د شیعه ګانو پر جومات برید وروسته، په کندز ولایت کې د سنیانو پر جومات برید په ښکاره ډول ترهګر په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیلولو په لټه کې دي او دا ددوی ناوړه موخې په ډاګه کوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې صادق خان د سیمې او افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د ایران او پاکستان د رغنده رول په اهمیت ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په داسې حال کې چې افغانستان له ډېرو پیچلو ننګونو سره مخ دی، یو ځل بیا د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره تعامل پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د اروپايي پارلمان استازو تېره اونۍ د يوه پرېکړه ليک په تصويبولو سره د اروپايي اتحاديې د «تروريستي» سازمانو په فهرست کې د سپاه پاسداران د شاملولو غوښتنه وکړه.
عبد اللهیان زیاته کړې چې ایران چمتو دی چې له طالبانو سره په همغږۍ د علم د ودې او د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستې او فعالیت په موخه مجازي اقدامات وکړي، درسي کتابونه او لوجیستیکي امکانات برابر کړي.