د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان د شرایطو او بدلونونو د بهير پېچلتيا تاييد کړې او په دې هيواد کې یې له پرمختګ او ټيکاو سره د مرستې لپاره د سیمهييزو فعالينو د متنوعو دريځونو د همغړۍ پر اړتيا ټينګار کړی دی
د ملي امنيت پخواني رييس زياته کړې چې طالبان پر ټولو د رمې فکر کوي او ځان ورته شپون ښکاري. ده ویلي: «شپون تر ډېره د چاقوالي په اړه فکر کوي او غواړي چې د رمې له پوست، غوښې او شيدو ګټه واخلي، د رمې د هوساينې فکر ورسره نه وي.»
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو راستنیدونکو کې ۵۷۹ کسان اړمن پیژندل شوي او د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شوي دي.
د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) راپور له مخې، رییسي دا څرګندونې پرون (دوشنبه، د کب په ۲مه) دوحه کې د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره په ګډه خبري ناسته کې کړې دي.
قمي د طالبانو په اړه د ايران شوني اقداماتو ته کومه څرګنده اشاره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې «نن په افغانستان کې يوازې له طالبانو سره مخامخ نه يو، په دې هيواد کې مسئله پېچلې ده».
د طالبانو د کډوالو وزارت په وينا، په دې کسانو کې ۴۱۵ تنه اړمن پیژندل شوي، چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړيوال سازمان ته معرفي شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په يوه بله اعلاميه کې ويلي، چې ۴۸۵ نور کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه راشړل شوي او د تورخم له لارې هيواد ته راغلي دي.
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، چې دغه لیدنه نن (یکشنبه، ۱۲ د سلواغې) له غرمې وړاندې وشوه او د دواړو هېوادونو په اړونده موضوعاتو خبرې وشوې.
مرتضوي ویلي، چې ايران له افغانستان سره د دوستانه اړيکو غوښتونکی او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه روغتيا او اقتصاد کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.
عبد اللهیان زیاته کړې چې ایران چمتو دی چې له طالبانو سره په همغږۍ د علم د ودې او د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستې او فعالیت په موخه مجازي اقدامات وکړي، درسي کتابونه او لوجیستیکي امکانات برابر کړي.