په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلي، چې په بدخشان کې د دغې ډلې عملیات «د باغیانو د وروستۍ ځالې په له منځه وړلو سره پای ته ورسیدل».
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نصيراحمد پخوا د بدخشان په امنيې قوماندانۍ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير و او د طالبانو راتګ سره په کور کینول شوی و.
یو ځايي خبريال وايي، چاودنه د مقناطيسي ماين له امله شوې او د بدخشان د کانونو او پټروليم رييس مولوي عبدالفتاح موټر يې په نښه کړی دی.
بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي هم د دې خبرې پخلى کوي او وايي چې د دې ډلې د ځواکونو ترمنځ «کوچنۍ شخړه» شوې او ډېر ژر به حل شي.
په بدخشان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې په دې پيښه کې يو تن ټپي شوى هم دى.
«زه په دې باور وم، چې له میندو سره به مرسته کوم. په همدې خاطر بدخشان ته ولاړم. په هغې وخت کې امکانات او میندو ته چوپړتیاوې ډېرې کمې وې او موږ ناروغان سر تر پښو معاینه کولې. میندې نه بستر کېدی، ځکه لومړی یې باور نه درلود او بل دا چې روغتون کې ټول سړي ول. خلکو هم دا پوهای نه درلود، کله چې ښځو ته ستونزه پیدا شي، باید روغتون ته یوړلی شي.»
No More Content