سبحاني زیاته کړه: «په یو شمیر ولسوالیو کې دسرو املوکو باغونه جوړ شوي، چې سږکال یې ښه حاصل ورکړی او هیله مندي دا ده، چې دا به راتلونکي کال نور هم زیات شي.» د کرنې ادارې مسوولین وايي، سږکال به بزګرانو سره د پنځه ډوله سرو املوکو باغونو جوړولو کې همکاري وکړي.
د بزګرانو په وينا نه یوازې دا چې د پروژو نه شتون د دوی کر کیله بې خوند کړې، بلکې وچکالي او د کرونا ناروغۍ هغه څه و، چې ښږ کال يې حاصلات خورا کم شوي دي.
خبرپاڼه کې ليکل شوي چې دغه مرستې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کي ویشل کېږي چې پېل يې د ناوې ولسوالۍ څخه وشو.
د چپرهار ولسوالۍ یو بزګر محمد سلیم وايي، د طالبانو حکومت د کاري زمینې برابرولو او دغه راز بزګرانو ته د کوکنارو بدیل برابرلو په برخه کې پاتې راغلی دی.
بزګران شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتون له امله یې ډیر کله کورني تولیدات په کور پاتې کیږي او یا یې بیې دومره کمیږي، چې په پلور سره یې دوی ته لوی زیان اوړي.
چارواکي زیاتوي، چې په دې پروژو کې ۳۳ یې د مڼو ساتنې لپاره د سړو خونو، ۵۰ یې د پیازو، ۸۰ د کچالو زیرمتونونه او ۵۰ یې بیا د ممیزو خونې دي، چې د پکتیکا په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د کرنې د لا ودې په موخه بزګرانو ته جوړې او پرانیستل شوې.
د کرنيزو چارو پوه انجينر شمس الله الهام وايي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بنديدو سره خلک نور هم له خراب اقتصادي حالت سره مخ شوي دي او طالبان باید يا له کروندګرو سره مرستې وکړي.
انجه د افغانستان د غوره طبعي صادراتي بوټو په ډله کې راځي چې پخوا د هیواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې په طبعي توګه زرغون کیده.
بزګران د تازه سبرجاتو له ټیټو بیو او د مناسب بازار له نشتوالي هم شکایت کوي او وایي، ډیر کله یې تازه سبزجات د بازار د نشتون له امله په کور پاتې کیږي.
باور دا دى چې که د پخوانیو زمانو د صنعت پراختیا لپاره کار وشي او پدې برخه کې د حکومت سربېره خصوصي سکتور پانګونه وکړي، نو چارې به يې پرمختللې او ډېرو خلکو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.