د ناروې د کډوالو سرمنشي ويلي، چې د ښځو پر کار د بنديز فرمان له کندهاره د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده ورکړی دی.
په ننګرهار ولایت کې د یو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله زینب وایي، له یو نیم کال ډیر وخت کیږي چې له زده کړو بې برخې شوې او لاهم له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.
د روان پوهانو په باور، پر کورنۍ او ټولنې د «ځان وژنې» رواني او ټولنيزې منفي اغېزې د محاسبې وړ نه دي او له هرې ځان وژنې سره ۲۰ تنه په مستقيمه توګه اغېزمن کېږي.
په دې ليکنه کې هغه ځورونې را اخيستل شوي چې د افغانستان ښځې ورسره دا مهال مخ دي او د هر فرد زړه دردوي. دا ښځې د انساني ټولنې برخه دي او د خپلواکو انسانانو په توګه په کورنيو او عامه ټولنه کې مهم رول لري.
کندهارۍ میرمنې وایي، پخوا یې لاسي صنایعو دومره پیسې کولې چې د دوی اړتیا پوره کړي، خو زیاتوي چې اوس د خلکو د خراب اقتصاد له امله د دوی د لاسي غاړو بیې لویدلي دي.
د يوناما په وينا، الاکبروف د دې ليدنې پر مهال په غیر دولتي داخلي او نړيوالو موسېسو کې د ښځو پر بشري فعاليت د بندیز لغوه کیدو غوښتونکی شوی دی.
د ښځو او نجونو د حضور په تړاو د طالبانو پرېکړو نه يوازې دا چې د ځوانانو تر منځ ناهيلي خپره کړې، بلکې اقتصادي زيانونه يې هم رسولي دي.
د ملګرو ملتونو پر ويبپاڼه له خپاره شوي راپور سره سم، روزا اوتنبايو ټينګار کړی چې د طالبانو له لوري تر شپږم پورته ټولګيو کې د نجونو پر زده کړو، پوهنتونو ته د نجونو پر تګ او په بشري بنسټونو کې د هغوی پر کار بنديز د «اساسي حقونو شديد نقض» دی.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز له اعلاميې سره سم، طالبانو هغه خبريالان ګواښلي او زنداني کړي چې دې لارښودونو ته يې پام نه دی کړی او رسنۍ هم له تنبيهي اقداماتو لکه د لنډ مهال لپاره او يا هم په دايمي توګه د فعاليت له بنديز سره مخ شوې دي.
د ګوتریش په وينا، د اغېزناکو بشري مرستو رسولو لپاره اړتيا ده چې ټولو اړمنو ته بشپړ، خوندي او له کوم خنډ پرته لاسرسی موجود وي.