د مدينې د دوسيې موظفه څارنواله مرینا محمدي مدافع وکيلې هم له نوموړې سره شوی چلند غير انساني ياد کړ او ويې ويل چې له ښځو سره کېدونکی تاوتريخوالي د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف دی.
په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايه محکمې مسوولين وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۰ د وږي) یې د «ادریس» په نوم یوه کس ته چې په قتل تورن و، د مرګ سزا اورولې ده.
د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ښځه او سړی ده سبز ولسوالۍ کې د دوی د ابتدایه محکمې د حکم له مخې په دُرو وهل شوي.
هغه په داسې حال کې چې نه خلکو باور کاوه او نه یې له ده سره مرسته کوله، د خاورې او لرګیو په واسطه، د دې ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ یو بند جوړ کړ چې نسبي اوبه یې مدیریت کړې او د هغه په وسیله شا او خوا ځمکې زرغونې شوې او د سیستان ښکلا یې لا پسې زیاته کړه چې دا بند بیا د هغه په نوم ونومول شو.
د خروار د اوبو بند ۳۰ متره لوړوالی لري، چې د اوبو د ذخيرې حجم يې ۱۹ ميليونه متره مکعبه دی، خلک وايي، که د دې بند بيارغونه وشي نو نه يوازې داچې د نړېدو مخه به يې ونيول شي، ترڅنګ به يې په کرنه هم ښه اغېز وکړي.