هلمند ولایت کې بڼوال وایي، چې سږکال یې د انګورو، شفتالو، او انځرو باغونو ښه حاصل ورکړی، خو په کور...
د پاکستان حکومت په یو تازه اقدام کې له افغانستان څخه د تازه میوو او سبزیجاتو پر وارداتو ۱۸ سلنه...
د زیړۍ ولسوالۍ یو بڼوال محمد رحیم وایي، چې نه یوازې د سختو وچکالیو له کبله دغلته د انارو باغونه وچ شوي، بلکې د طبیعي افتونو او تېرو جګړو هم باغونو ته زیان رسولی دی.
خوست د هیواد له ګرمسیره ولایتونو څخه دی، چې د املوکو سربېره په کې چهارمغز، بادام، زردالو، انار، ناک، مالټې او الوچې کېږي چې په ګڼو سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه یې بڼونه کرل شوي.
کندهار کې د طالبانو د کرني او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو امر مولوي محمد موسي وايي، اوسمهال دغلته پر ۱۵زره هکټاره ځمکې د انځرو باغونه شتون لري چې ورسره يو وخت يې سږني حاصلات ۲۷۰ زره ټنو ته رسیدلي دي.
کونړ کې یو شمېر بڼوال شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري له بڼوالو سره د...
د کرنيزو محصولاتو لپاره د نندارتون جوړېدل نه يوازې محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره ښه زمينه برابروي، بلکې بڼوال او بزګران په اسانۍ سره خپلې غوښتنې او ستونزې تر مسوولینو رسولی شي.
د سرو املوکو کاروباریان د مناسب بازار نشتوالي او له پاکستانه د املوکو پراخو وارداتو اندېښمن کړي او زیاتوي، که دغه لړۍ همداسې دوام ولري بڼوال او کاروباریان اقتصادي ضربه لیدلی شي.
که څه هم سوداګر د انارو د پېکه بازار او بهر ته د صادراتو په برخه کې له ستونزو سر ټکوي، خو د کندهار د کرنې ریاست کې د طالبانو مسوول وایي، چې د پخوا په پرتله بازارونه ښه شوي او د صادراتو لړۍ په عادي ډول روانه ده.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه بڼوال صدیق الله اطلاعات روز ته وویل، چې سږکال یې حاصلات ښه خو د سړو خونو نشتون له امله اړ دي چې خپلې مېوې په ټیټ قیمت وپلوري.