ارزګان کې هغه ځوانان چې لوستي دي او دا مهال بې دندو ګرځي وايي، چې د کار نشتوالي له امله د ذهني شکنجې او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ښځې په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه لري او همدا راز له «شرعي محرم» پرته له تګ – رااتګ څخه هم منع شوې دي.