په دې سوداګريز مارکېټ کې هغې نجونو ته هم د ښځينه خياطۍ، نجارۍ او سینګار زده کړې او کار کولو زمينه برابره وه چې د طالبانو راتګ سره له زده کړو بې برخې شوې وې.
د اغاشيرين په نوم دغه کس وايي له تيرو ۵ کلونو راهیسي يې دغه پروسه پېل کړې چې تر دا مهاله ورسره ۶۵۰ میرمنې کار کوي.
هغه وايي ددغه میرمنو سره ترلاسه شوې ګټه نیمایي کوي او د هرې لاسي غاړې په بدل کې۵۰۰ افغانۍ میرمنو ته ورکوي او ۵۰۰ خپله اخلي.