نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، څو اونۍ وشوې چې ادارې یې رخصت کړی او ورته یې ویلي دي، چې د مالي امکاناتو د کموالي له امله نه شي کولی تنخوا ورکړي.
اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر وایي، چې د سوالګرو د راټولولو کمیټې په تېرو...
کارپوهان بیا په افغانستان کې د کاري فرصتونو پر کميدو انديښنه څرګندوي او زياتوي چې له همدې امله ورځ تربلې هیواد کې جنايي جرمونه زياتيږي.
بخت بي بي هغه ارزګانۍ میرمن ده چې په تېرو جګړو کې یې څلور زامن قرباني شوي او اوس د څلورو کونډو ترڅنګ د ۴۰ یتیمانو سرپرستي ورپاتې ده.
د لغمان لپاره د طالبانو والي قاري ذین العابدین عابد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې ولایت کې د شاهي کانال چارې پیل شي چې پکې به شااوخوا ۱۰ زره بې روزګارو وکړو ته د کارزمینه برابره شي.
تېرو جګړو د سویل د نورو ولایتونو ترڅنګ ارزګان کې هم له ډیرو کورنیو سرپناه اخیستې، چې دا مهال د اوسیدو ځای نه لري او د کمرزوي اقتصاد له کبله حیران دي چې سرپناه څنګه برابره کړي.
ګل زمینه چې خاوند یې د تیرو جګړو پرمهال وژل شوی او اوس د څلورو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده وایي، که اړه شوې نه وای نو هېڅکله به یې چاته د سوال لاس نه و اوږد کړی.
د خصوصي پوهنتونونو ویاند کریم ناصري وایي، که طالبان بې ځایه غیر مسلکي ګمارنې ونه دروي او له پوهنتونونو فارغ شویو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه کړي، نو ډېر لوستي کسان به هېواد پریږدي.
په خوست ولايت کې تر ګڼو نومونو او شعارونو لاندې مشاعرې ترسره کېږي، خو تر ټولو مشهورې او کلنۍ يې بيا د چنار او شملې په نومونو يادې شوې دي.
جاوید د ننګرهار یو له هغه اوسیدونکو څخه دی، چې د بې روزګارۍ له امله یې نشه یي توکو ته مخه کړې او وایي، په نشه روږدو کسانو کې د ټولنې له نورو وګړو سربیره باسوده ځوانان هم شته.