ویل کېږي چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې بې وزلي او بېکاري زیاته شوې ده.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د طالبانو حکومت په افغانستان کې ښځې کار کولو ته پريږدي دوی کولای شي چې د خپلې کورنۍ ساتنه او پالنه په ښه ډول وکړي.
باچا خان که څه هم ځوانانو ته د کار زده کړې یو فرصت برابر کړی خو وایي، چې د اقتصادي ستونزو سره مخ دی او باید د دې مرکز د پراختیا لپاره ورسره مرسته وشي.
د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د سرو زرو کاروباریان د سیند له غاړو موندل شوي سره زر د کیفیت او بازار له اړخه تر نورو هغو ښه بولي او زیاتوي که دې برخې ته پام وشي؛ تر نړۍ وال بازار به لار پیدا کړي.
ګل زمینه چې خاوند یې د تیرو جګړو پرمهال وژل شوی او اوس د څلورو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده وایي، که اړه شوې نه وای نو هېڅکله به یې چاته د سوال لاس نه و اوږد کړی.
د ترينکوټ د ولايتي روغتون يو تن سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال په دي اړه د اطلاعات روز ته وويل چې سخته لوږه، فقر، بیکاري او کورنۍ شخړې هغه لاملونه دي چې خلک يې په رواني ناروغۍ اخته کړي دي.
بخت بي بي هغه ارزګانۍ میرمن ده چې په تېرو جګړو کې یې څلور زامن قرباني شوي او اوس د څلورو کونډو ترڅنګ د ۴۰ یتیمانو سرپرستي ورپاتې ده.
یو ارزګانی ځوان رفيع الله عرفان چې لوړي زده کړې لري وايي، چې بې کاري اوج ته رسيدلې او ډیری بې روزګاره کسان په روانې ناروغيو اخته شوي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خلک وایي، چې په دې وروستیو کې دغلته د سوالګرو ماشومانو شمیر زیات شوی...
د نظر خاوندان په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو را وروسته اقتصادي ننګونې، د کاري زمینو او دندو نشتوالی هغه لاملونه بولي، چې له کبله یې ځوانان هېواد پرېښودلو ته اړ کېږي.