د کونړ او نورستان اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د کنټرول په موخه دې لابراتوارونه ولګول شي، ترڅو په دې برخه کې د خلکو اندېښنې له منځه لاړې شي.
روغتیاپالان وایي، که چېرې په روژه کې بې کيفيت اچار او يا هم مربا وخوړل شي له يوې خوا معده نازکه کوي او له بلې خوا بې کيفيته توکي ورته ستر زيان پېښوي.
د نور جمال په نوم یو خوستي وویل: «زما غوښتنه له ښاروالۍ ریاست څخه دا ده چې د بې کیفیته توکو د مخنیوي لپاره دې جدي راپورته شي او هغه دوکانداران چې دغه توکي خرڅوي نو سخته سزا دې ورکړي.»