د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې تر دې وړاندې هم بې کيفيته وارداتي تيل بيرته ايران ته لېږلي دي.
يو تن موټر چلونکی عثمان وايي لومړی دې طالبان د تيلو د کيفيت په برخه کې قانون جوړ او وروسته دې د دوی د بې کیفيته تيلو مخه ونيسي. هغه وايي تر دي وړاندي يې هم دغه ډول تيل افغانستان ته را انتقالول خو مخه يې نه نيول کيده.
عام خلک هم شکایت کوي،چې په دې وروستیو کې د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو سره دغه ولایت کې د نقلیه وسایطو کرایې لوړې شوي او د هر ځای په کرایه کې له ۱۰-۲۰ افغانیو زیاتوالی راغلی دی.