د اسیا پلس د راپور له مخې، د تاجکستان د برېښنا شرکت مشر د روان کال په جنورۍ میاشت کې خبر ورکړی و چې افغانستان د برېښنا د وارداتو له درکه د دغه هیواد ۳۳ میلیونه ډالر پوروړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، امام علي رحمان په دې لیدنه کې په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې سوله او ثبات یاد کړی او ویلې یې دي: «تاجکستان د افغانستان ملګری او متحد دی او افغانستان کې د سولې له هڅو د اسلامي جمهوریت او د افغانستان خلکو له پرېکړو ملاتړ کوي.»
خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ډلې ترمنځ جګړه د هېواد ډېری ولایتونو کې سخته شوې ده، خو د طالبانو ډېر تمرکز د هېواد په شمالي ولایتونو دی. د افغانستان شمال له ډېر وخته د اسلامي بنسټپالو ډلو پناه ځای و چې له دې ډلو ځینې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره جګړه کې دي او د روسیې حاکمیت پر وړاندې سیمه کې فعالیت کوي.