د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، چې پېښه تیر ماښام (سې شنبه، ۱ د وري) د نورګرام ولسوالۍ د کلتن درې اړوند «سوریل» سیمې کې د ډاټسن موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې.
په تخار کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو امر عبدالمبين صافی وايي، چې یو «پيکپ» ډوله موټر چې د سرو زرو د کان کارګر پکې سپاره و، د چاپآب ولسوالۍ په انجير سيمه کې له لارې اوښتی او چپه شوی دی.
کندهار کې د طالبانو د ترافیکو مدیر وایي، د دغې پیښې په ترڅ کې دوه تنه چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي دي مړه شوي او نور کوم چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.
انجم زياته کړې، چې د يوه ماشوم او ښځې په شمول درې کسان ژغورل شوي. مګر يوه ژوبل شخص روغتون ته پر لاره د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.
بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي وايي، چې نن (شنبه، ۱ د سلواغې) سهار لنډکروزر ډوله موټر د مايمي ولسوالۍ په اړونده سيمه کې اوښتی دی.
لغمان لپاره د طالبانو ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز وایي، چې پېښه نن (پنج شنبه، ۲۵ دکب) غرمه مهال د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «درونټې» سیمه کې شوې.
د فارس د شمال لارې د پوليسو قومندان عبدالهاشم دهقاني تسنيم خبري اژانس ته ويلي، چې يو موټر چې د افغانستان وګړي پکې سپاره وو، د نی ریز – قطرویه – سیرجان پر لاره له يوې لارۍ موټر سره ټکر کړی دی.
د ده په وينا، چې په سيمه کې د ژغورنې او پلټنې عمليات روان دي او په دې اړه لا هم معلومات را غونډېږي چې په بس او واړه موټر کې څومره سوارلۍ وې.
نموړی زیاتوي، یو پلار او زوی چې پر موټر سایکل سپاره وو، تر ټیلر لاندې شوي، پلار یې ساه ورکړې او زوی یې په ژوبل حالت کې میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوی دی.
نموړی زیاتوي، چې یاده پیښه کې یو سراچه ډوله موټر د سړک په غاړه دوه کسان وهلي چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ژوبل شوی دی.