ملګري ملتونه وايي، چې په سوريه کې ۵.۲ ميليونه وګړي تر زلزلې وروسته بې کوره شوي دي او همدا راز په ترکيه او سوريه کې نهه لکه کسان په بېړنۍ توګه خوراک ته اړتيا لري.
د ترکيې د ناورين د مديريت ادارې ويلي چې د پنج شنبې په سهار په ترکيه کې د ټولو مړو شمېر تر ۱۲ زره ۳۹۱ پورې رسېدلی چې د چهارشنبې ورځې تر شمېرو ۳۰ سلنه زيات دی.
د ترکیې د اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د قهرمان ماراس په زلزله کې د مړو شمېر یو زرو ۱۲۱ او د ټپیانو شمېر ۷زرو ۶۳۴ ته رسېدلی دی.
دغه مرسته نن (شنبه، د لېندۍ ۲۰مه) ووېشل شوه. په افغانستان کې د افاد بنسټ مسوول سید مبین هاشمي وايي، دوی د پکتيا سربېره د هيواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د ورته مرستو لړۍ پيل کړې ده.
د ترکيې په سمنداګ ولسوالۍ کې ژغورونکې ډلې له ويجاړيو لس ورځنی ماشوم وژغوره. بېړنيو مرستندويانو وکولای شول چې د ده مور هم له ويجاړيو ژوندۍ راوکاږي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په لسو ولايتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. خو په ګڼو ويجاړو شويو ترکي ولايتونو کې خلکو غوسه او ناهيلي ښودلې.
د سوريې روغتيا وزارت په خپلو وروستيو شمېرو کې ويلي چې د دې هيواد په حلب، لاذقيه، حماه او طرطوس ښارونو کې ۲۳۷ نفر وژل شوي او تر ۶۰۰ زيات ژوبل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي عبدالله په دې سفر کې له ولسمشر، د پارلمان له مشر، بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر، د دیني چارو سازمان مشر او د ترکیې ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.
No More Content