د ترکيې په سمنداګ ولسوالۍ کې ژغورونکې ډلې له ويجاړيو لس ورځنی ماشوم وژغوره. بېړنيو مرستندويانو وکولای شول چې د ده مور هم له ويجاړيو ژوندۍ راوکاږي.
افغانستان د سوريې او ميانمار تر څنګ په نړۍ کې د کډوالۍ له اصلي سرچينې څخه دی. د هيواد ډېری کډوال ټاکلو او تر ډېره حده اروپايي هيوادونو ته د تګ په موخه د قاچاق سختې لارې انتخابوي.
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د زړورتیا جایزه یوې افغانې میرمنې ذاکرې حکمت ته ډالۍ کړې ده. دا جایزه هر کال د بشر حقونو فعالینو ته ورکول کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي عبدالله په دې سفر کې له ولسمشر، د پارلمان له مشر، بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیر، د دیني چارو سازمان مشر او د ترکیې ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.
د پېښې په سیمه کې د ایټالیا سمندري ځواکونو د ماتې کښتۍ له پاتې شونو سره لسګونه جسدونه وموندل، په دې منځ د کښتۍ د تر ټولو کوچني مساپر جسد هم وموندل شو.
اوس مهال په کابل او د سيمې په هيوادونو کې په لسګونو خلک د افغانستان وګړي غير قانوني کډوالۍ ته هڅوي او هغوی پر قاچاقي لارو په زيات لګښت سره اروپايي هيوادونو، اسټراليا او امريکا ته رسوي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې په وينا چې نن (سېشنبه، ۹ د کب) خپره شوې، وايي چې د دې وزارت ډيپلوماټ تېره ورځ د استانبول په قونسلګرۍ کې په کار پېل کړی دی.
اطلاعات روز: د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوې ګډه...
No More Content