ښاغلی عظیمي له حکومت غوښتنه کوي چې سیاست او سوداګري دې سره بیل کړي. عظیمي زیاته کړه: «بیګاه شپه شاوخوا یوه بجه د تورخم لاره د سوداګریزو موټر پر مخ خلاصه شوې او سلګونه لارې پاکستان ته تللي او همدارنګه له هغې خوا هم له توکو ډکې لارۍ دیخوا راغلي دي. »
تورخم کې د طالبانو کمیسار سید غازي الله هاشمي نن (سې شنبه، ۱۴ دچنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،چې د تورخم کمیسارۍ او انټرپول پولیسو په ګډه د تورخم په دروازه کې ۴۹ زره او ۹۹۰ ډالر نیولي چې پاکستان ته قاچاق کیدل.
په سیمه کې یوې بلې ځایی سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې تورخم کې د پاکستاني او طالب سرتیرو په جګړه کې د عبدالصمد په نامه یو طالب سرتیری وژل شوی دی.
حنیف وویل، د تورخم دواړو غاړو ته د بند پاتې افغانانو ستونزه یې حل کړې او اوس هغه افغان مسافر چې پاکستان کې بند پاتې دي هېواد ته راستنېدلی شي چې تر دې دمه اجازه نه ورکول کېده.
طالبانو د تېرې پنج شنبې په ورځ هم اعلان وکړ چې د تورخم لاره خلاصه شوې، خو څو ساعته وروسته یې د د بیرته تړلو خبر ورکړ.
خوږیاڼي زیاته کړه: «نن خلک کولای شي په عادي دول د پخوا په شان د تورخم له لارې کوزې پشتونخوا او پاکستان ته سفر وکړي.»
د تورخم له لارې پاکستان تلوونکي ناروغ لرونکي شکایت کوي او وایي، په شپو شپو انتظار وروسته هم نه توانېږي چې خپل ناروغان له دې لارې پاکستان ته ولیږدوي.
یو شمیر نور سوداګر اندیښنه لري او وایي، که د تورخم دروازه ژر خلاصه نه شي، نو له امله به یې نه یوازې سوداګرو ته زیان ورسیږي بلکې په بازارونو کې به ورسره د خوراکي توکو په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د تورخم دروازه له څو ورځني بندیدو وروسته نن سهار له خپل طرفه خلاصه کړې، خو پاکستاني لوري بیا یاده دروازه تړلې ده.
که څه هم د تورخم دروازه سبا پرانیستل کیږي ، خو افغان سوداګر وايي د څو ورځو راهسې د لارې د تړل کېدو امله ورته شل میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.