د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو د امنیت آمر محمد سالم کرامت تېره ورځ (شنبه، ۲۵ د وږي) په ګردېز ښار کې د حساب ورکولو په یوې غونډه کې وویل، چې د یادو پېښو پرمهال د اوو ښځو په ګډون ۷۱۲ کسان نیول شوي هم دي.
د ترینکوټ ښار اوسیدونکي زیاتوي، له یوې خوا د ښار په بازارونو هر څه ګران شوي او له بلې خوا د کار روزګاز درک نشته چې ځوانان کار وکړي.
شنوونکي بیا په دې وروستیو کې د غلاوو د زیاتیدو لامل د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته په لویه کچه د ځوانانو بې روزګاري یادوي.
په دې راپور کې د وژنو انګيزه د سرچينو له څرګندونو او معلوماتو سره سمه ارزول شوې. د سرچينو په وينا، د ډیری وژنو انګيزه معلومه نه وه او مرموزه بلل شوې ده. همدا راز د ځينو وژنو لامل دښمني، کورنی تاوتريخوالی، د ځمکې پر سر شخړه، وسلهوالې غلاوې او نښتې بلل شوي.
د هلمند اوسیدونکی ولی الله د کار روزګار نشتون او اقتصادي ستونزې د جرمونو د زیاتیدو اصلي لاملونه ګني. دی وایي، که د خلکو اقتصادي وضعيت ته پام ونه شي راتلونکي کې به د جنايي پيښو کچه زياته لوړه شي.
ښاغلي صالح د نن (دوشنبه، ۲۲ مرغومې) سهار شپږ نیمو بجو له غونډې پر فېسبوک خپور شوي مطلب کې ویلي، چې کابل کې پرون ورځ درې تنه په جنایي پېښو کې وژل شوي دي. د ده په وینا پولیسو دغه موضوع تر څېړنې لاندې نېولې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند ويلي چې د دې افرادو قضیه د طالبانو عدلي او قضایي اورګانونو ته سپارل شوې ده.
اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب مسوولین وایي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د دغه ولایت...
د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، چې د نيول شويو کسانو قضيې يې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي او زنداني کېدو په تړاو به يې هلته پرېکړه کېږي.
ښاغلی فرید خان وایي، پولیسو یې همداراز په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال سل کیلو ګرامه نشه یي توکي او ۹۵ لیتره تیزاب کشف کړي، خو په تور یې څوک نه دي نیول شوي.