خالد محمدي سږکال په وږي میاشت کې طالبانو د بغلان په یوه یتیم خونه کې یو لړ مراسم جوړ کړي...
يعقوب مجاهد په دې غږيز کليپ کې وايي: «اوس خو د امير امر دی، اطاعت يې واجب او فرض دی او لازم دی. که څوک له افغانستان څخه دباندې د جهاد په نېت ځي، جهاد يې جهاد نه بلل کېږي.»
اوچا ویلي، معلولیت لرونکي کسان په غیر متناسب ډول د بحرانونو له امله اغیزمن شوي او د مرستو او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو خنډونو سره مخ دي.
له دې سربېره واشنګټن ته د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله وروستي سفر کې امریکایي چارواکو ژمنه وکړه چې مالي او سیاسي مرستې به یې پراختیایي، د ښځو له حقونو، د اقلیتونو او د بشر له حقونو ملاتړ برخو کې دوام ولري او د سټراټېژیک شریک په توګه به د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ وي.
قومي مشرانو، ديني عالمانو، د ولايتي شورا ځينو غړو او ځوانانو د وسله والو طالبانو له مشرتابه څخه د اوربند او په سالم ډول سياسي پروسې ته د داخلېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې ځينې کړۍ او په تېره ګاونډي هېوادونه په ياده پروسه کې مغرضانه لاسوهنې کوي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي امنيت شورا ته د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د سولې په موخه د ملي-سياسي خبرو-اترو پر اړتيا ټينګار کړی دی.
د سره صليب په وينا، حسرت الله اوس مهال د بدخشان په مرکز فيض اباد کې د دې کمېټې د ويلچرباسکیټبال لوبډلې غړی دی.
ملي یووالی او ددې اصل منل چې افغانستان د ټولو کور دی
د جګړې دوام، فساد او تېر یو کال کې د کرونا ویروس خپرېدو د دې هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی او د سړي سر عاید او دنني ناخالصه تولیداتو کچه یې راټیټه کړې ده.
د ویلچر باسکېټبال لوبډلې بله غړې فرحناز بهادري ۱۸ کلنه ده. د قره باغ ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلې او درې کلنۍ کې یې په یوې ټرافیکي پېښه کې خپلې پښې له لاسه ورکړي دي.