د سرچینو په وینا، دا افراد له واده په دباندې اړیکې لرلو (زنا)، د نشيي توکو او الکولي مشروباتو په پېر او پلور، تولید او قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیول شوي وو.
جوزجان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د بلخ-جوزجان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او يو بل ټپي شوی دی.
د دې کس نوم عبادالله و او په جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د وياند عبدالستار حليمي په وينا چې نوموړی نن (يکشنبه، ۲۸ د کب) په يوه مسجد کې د چاقو په ګزار وژل شوی دی.
په جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار حليمي دا خبر تاييدوي او وايي، چې دې ځوان لومړی خپله مور د چاقو په ګزار سره وژلې او وروسته يې د هغې مړی سوځولی دی.
د هغه په وينا، تېره شپه نا وخته شاوخوا ١١ بجې د قوش تېپې ولسوالۍ مربوطاتو کې يوه باربري «مازدا» ډوله موټر اوښتی او ۳۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
اطلاعات روز: په سمنګانو او جوزجان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دوو ترافيکي...
په جوزجان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د شبرغان ښار په لوبغالي کې د يوې ښځې په ګډون پر دوو تنو په عام محضر کې د دُرو وهلو حکم پلی شوی دی.
د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تاییدوي، چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار حليمي ويلي، چې درنې واورې او سړې هوا د دې سبب شوي چې د دې ولايت اوسېدونکو ته مالي او ځاني تلفات ورسوي.