د پاکستان ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، د پاکستان امنيتي چارواکي مني چې دا بريد ځانمرګی و او ويلي يې دي چې ځانمرګی د چاودنې پر مهال د لمانځه په لومړي صف کې ولاړ و.
د پکتیا ولایت رسنیو دفتر خپره کړې خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې د دوو جوماتونو په ګډون له ۵۰ زیات کورونه زیانمن او له ۳۰ زیات ماشومان، ښځې او لویان ټپي شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، دغه وسله وال بريد نن سهار د لمانځه پر مهال شوى دى. د دغو سرچینو په وینا، په دې برید کې درې عبادت کوونکي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.