تر ډېره حده پورې د حجاب پلوو علماوو/افرادو نظرونه د قرآن کريم د سورة الأحزاب او سورة النور له هغو اياتونو اخيستل شوي دي چې د حجاب په اړه په کې خبرې شوې دي.
د یوناما د راپور له مخې، یو شمیر ښځو د دوی حقونو په برخه کې له پرمختګ پرته د طالبانو په رسمیت پېژندل د ښځو پر انسانیت او د انسان پر کرامت برید بللی او د اندېښنې په څرګندولو سره يې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان دې تر هغو په رسميت نه پېژني، چې بشري حقونه يې په بشپړه توګه نه وي تامين شوي.
له ديني نصوصو د طالبانو تعبير په خپل ذات کې يوازينی دی، نه يوازې دا چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو لوی ديني ښوونيز مرکزونه يې تاييد نه کوي، بلکې په تاريخي توګه هم که د مسلمانانو واکمنيو ته وکتل شي، نو د «حجاب» په څېر چارو کې خلکو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
فايق پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي: «د ښځو درناوی او د ناموس ساتنه د افغانستان د خلکو د کلتور همېشنۍ برخه او د اسلامي دين له ارزښتونو او اوامرو څخه ده او په هيڅ واکمنۍ کې دا درناوی او کلتور نه دی نقض شوی.»
یوه لاریون کوونکې محصله وایي، طالبان د دې پر ځاى چې ښوونيز او اکاډميک سيسټم او کيفيت ته پام وکړي، د نجونو جامو پسې لګیدلي دي؛ پداسې حال کې چې ښځینه محصلانې مناسبې جامې اغوندي او ماسک اچوي.
يوه مهمه خبره چې په ډاګه نه بيانېږي، هغه داده چې حجاب (Veil) په تاريخي توګه تر اسلام وړاندې ريښې لري او تر ديني حکم وړاندې دا د ټولنيزو او اقتصادي حالاتو له کبله رامنځته شوی دی.
امیري نن (شنبه، ۲۱ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه په يوه پیغام کې ليکلي، چې د فرمان تر عنوان لاندې چې کوم اقدامات ترسره کېږي ، سپکوونکي دي او پر ښځو، نجونو او کورنيو ويجاړوونکې اغېزې لري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو ميلر پرون د يو خبري کانفرانس پر مهال په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «موږ په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند غندو.»
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپورچي هم د «بد حجابۍ» په تور د نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي، چې دا چاره د ښځو پر ازادۍ د طالبانو د زياتو محدوديتونو او د هغوی د حقونو تضعيفول ښيي.
ویسټ نن سهار (دوشنبه،۱۹ د ثور) په یوه ټویټ کې د افغانانو په ملاتړ د طالبانو د وروستیو تګلارو چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي ژوره خواشیني څرګنده کړې.