د نوموړي په وینا چې دې کس عصبي ناروغي درلوده او په کوټه کې یې خپل ځان «زندۍ» کړی.
د حصارک ولسوالۍ یو قومي مشر ملک میاګل وایي، چې پېښه نن (چهارشنبه، ۱۶ د وري) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند په «صاحبزاده ګانو» کې رامنځته شوې ده.
یوسفزي زیاته کړه: «تیره شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو پر ځواکونو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو له لوري پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي. افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د حصارک ولسوالۍ یو قومي مشر روزي خان وایي، چې تېره شپه او نن سهار حصارک ولسوالۍ کې سخت توپان او باران شوی، چې تر ورښت وروسته سيلابونه راوتلي چې د یادې ولسوالۍ اړوند «غوږيزه» سيمه کې يې دوه ډاډسن موټر وړي دي.
ښاغلی بهارد خان وایي، د یادو عملیاتو پر مهال یې د ننګرهار د حصارک او شیرزادو ولسواليو ترمنځ عمومي لاره له پنځلس کلونو وروسته د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.
نوموړی زیاته کړه جګړه اوسمهال هم دوام لري، خو نوموړي د مرګ ژوبلې شمېرې و نه ویلې. هغه زیاته کړه: «وسله والو طالبانو حصارک ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال درې امنیتی پوستې سقوط کړي دي. جګړه لا هم دوام لري.»