د طالبانو او ولسي لاريونوالو ترمنځ په وروستيو څو ټکرونو کې مرګ ژوبله واووښته او په دې سره جوته شوه چې د طالبانو د پاليسيو او اوامرو نافذوونکی ځواک له ولسي مخالفت سره له تاوتريخجن تعامل پرته پر بل څه باور نه لري.
که استبداد له خپلې مستبدې تګلارې عبرت وانخلي او راونه ګرزي، نو بيا يې پر وړاندې د پرګنو غبرګون ډېر سخت وي. تاريخ د هر استبداد د پایته رسېدلو لپاره همدا برخليک ليکلی دی.
د اسلامي نظامونو پلويان که څه هم په سيکولرو نظامونو کې له ژوند کولو خوند اخلي، خو په عين حال کې د يوه داسې «اسلامي نظام» ملاتړ کوي چې لومړيتوب يې د خلکو د عقيدو اصلاح وي.
اسلامي نظام اصلا څه دی؟ ايا دا سياسي-اسلامي ګوندونه او د اسلامي نظام لپاره جنګېدونکې جهادي ډلې چې د اسلامي نظام د تطبيق لپاره هڅې کوي، د اسلامي نظام ټولمنلی تعريف لري؟