هغه له مسوولینو غواړي چې د دې برخې هنرمندانو لپاره دې په ښارکې د نندارې ځای ځانګړی کړي، څو خلک د دوی له هنر او کمال سره اشنا شي.
نقیبالله حقمل د هرات صنعتي ښارګوټي کې د «بارک هلمند» تولیدي کارخونې مسوول دی. دا کارخونه د موټورسایکل او ریکشاوو قطعات تولیدوي او د دې شرکت ډېری تولیدات د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږي، خو اوس جګړې او ناامنۍ هم د تولید کچه او هم په دې کارخونه کې د کارکوونکو شمېر یې کم کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیګاه (یکشنبه، ۱۹ د غویي) پر خپل ټوېټ دغه خبر خپور او ویلي یې دي چې هېوادوالو ته د ډاډمنې فضا برابرولو لپاره دغه ګام اخلي.
د استانبول ناسته د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ او د ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې په کوربه توب چې ټاکل شوې وه د غویي په څلورمه چې د اپرېل ۲۴مې سره برابره ده، د افغان سولې خبرو لپاره ترسره شي، خو د روان کال سپټمبر میاشت کې د بهرنیو ځواکونو وتلو او ورپسې په دې ناسته کې د طالب مشرانو د نه ګډون اعلان سره، د ترسره کېدو نېټه یې له روژې وروسته ته پاتې شوه او تر اوسه یې کره نېټه نه ده څرګنده.
د طالبانو ویاندویانو تراوسه څو ټوېټه کړي. یو له دوی د ترکیې سولې کنفرانس کې د ګډون په رد سره ویلي، تر هغې د افغانستان په اړه هېڅ ناسته کې ګډون نه کوي چې بهرني ځواکونه افغانستان کې وي. د دې ډلې یو بل ویاند چې میاشتې میاشې یې په ښکاره تکرار کړی دی، ویلي، چې د طالبانو او امریکا هوکړه کې د نېټې هر ډول وروسته والی، دا هوکړه نقض کوي او د تاوتریخوالي ډک ځواب ګواښ ځان سره لري.
د خوست والي مهمند کټوازی وايي، په دې لاره هره ورځ لسګونه کانټینره خوراکي او نور توکي د کراچۍ بندر له لارې چین او له هغه ځایه خوست ته راوړل کیږي، نوموړي زیاته کړه، چې د یادې ترانزیتي لارې له خلاصون وروسته د خوست کمرکو په عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
هغوی چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې یې ژوند لیدلی وایي، چې طالبانو په دې سیمو کې د شل کاله وړاندې امارتي قوانین عملي کړي او هېڅ بدلون یې نه دی کړی. طالبان ښځو ته له محرم پرته له کوره وتلو اجازه نه ورکوي. د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ښځې اړې دي چې چادري واغوندي.
ازادې او خپلواکې رسنۍ په دې دوو لسیزو کې، لکه د افغان امنیتي ځواکونو په څېر ترورېزم او افراطیت سره په لومړۍ کرښه کې دي او د ولسواکۍ او بشري حقونو ارزښتونو بنسټیزکولو لپاره یې مبارزه کړې ده. دغه راز په افغانستان کې رسنۍ فساد سره مبارزه کې او د حکومت پر کړنو څار کې هم پام وړ او اغېزمن رول لوبولی دی.
د دې ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر ګل رحمان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، تېر کال دغه ولایت کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په چوکاټ کې یو د کبانو روزنځی او شل د کبانو تجارتي فارمونه جوړ شوي دي.
هغه وايي، د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د کبانو روزنځای کې ۲،۳ میلیونه د کبانو درې ډول بچي روزل کېږي، چې تولید زیات دی خو د فارمونو شمېر کم دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر مدیر خلیل الرحمن خاطر اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د پخوا په پرتله یې د تیاتر فعالیتونه د مالي او تخنیکي امکاناتو د کمښت له امله ټکني شوي دي.