یو شمير نورو خبريالانو بیا اطلاعاتو ته په لاس رسي ټينګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مسوولين دې د اطلاعاتو په ورکړه کې له دوی سره مرسته وکړي.
د ښاغلي اندړ په وینا، «طبعآ خبریالان، لیکوالان او د فکر کسان نه زغمي او وژني یې او د تفاهم، منطق او مذاکرې له هر مېزه تښتي. دغه طرز تفکر بیا، بیا د رسنیو له کورنۍ هم قربانۍ اخیستې دي.»
د مرضیه په نامه یوه بله افغان خبریاله چې د طالبانو د حکومت له راتګ ورورسته پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تیروي وایي، د پاکستاني پولیسو له لوري نیول کیدل، د ویزو نه تمدید، بهر ته د تګ کېسونو پر وخت نه څیړل او د بد اقتصادي وضعیت له امله زیاتره خبریالان له روحي ستونزو سره مخ شوي دي.
اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست د...
اطلاعات روز: په اروپا او شمالي امریکا کې د افغانستان تبعید شوي خبریالان وايي، چې د دوی څېړنې ښيي چې...
په همدې حال معلوماتو ته د نه لاسرسي وروستيو محدودیتونو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې اندیښنې هم راپارولي دي.
د بې پولې خبريالانو په وينا، تر يوې مياشتې زيات وخت کېږي چې نوموړی د کابل په يوه زندان کې ساتل کېږي او ويل کېږي په جاسوسۍ تورن شوی دی.
اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې خبریالانو ته ویلي، چې د دوی له...
په دې ولایت کې د ګردېز غږ په نوم د محلي رسنۍ د نشراتو مسوول عبدالرشید جلالزی وايي، ځینې مسایل او ستونزې وي، چې د ولایت په کچه باید د راپورنو او خپرونو له لارې انعکاس ورکړل شي، خو ویاندویان او یا هم د ادارو ریسان د دوی خپرونو ته نه حاضریږي.
د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې تېر لمریز کال افغانستان کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو همکاران وژل شوي دي.