نوموړي زیاته کړه تورخم ته د تګ پرمهال یې د کمیسار سره خبرې هم شوې وې. نوموړي سره د جاج نیوز وېبپاڼې خبریال جاوېد رازمند هم و چې وهل ډبول شوی دی.
د لغمان په ولایت کې خبریالانو سره د ولایتي چارواکو اړیکې ډیرې ښې دي، په خپل وخت مالومات ورکوي او مونږ تراوسه پورې ددغه ولایت په کاري ساحه کې له کومې ستونزې سره نه یو مخ شوي او همدارنګه مونږ ځان ډاډمن احساسوو.
د خبريالانو د نړيوالې کميټې د اسيايي پروګرام همغږي کوونکي به لیهیی ويلي، چې طالبان بايد د هميشه بهار راډيو او ټلويزیون ته اجازه ورکړي چې خپل فعاليت بیرته له سره پېل کړي.
د خبریالانو مرکز د تاوتريخوالي او رسنيزو ازاديو د تروړنې د پېښو زياتېدو او په ځانګړې توګه په هيواد کې د خبريالانو د تهديدولو او نيونو د دوام په په اړه جدي انديښنه ښودلې او د پايلو په تړاو يې خبرداری ورکړی دی.
په دې ولایت کې د ګردېز غږ په نوم د محلي رسنۍ د نشراتو مسوول عبدالرشید جلالزی وايي، ځینې مسایل او ستونزې وي، چې د ولایت په کچه باید د راپورنو او خپرونو له لارې انعکاس ورکړل شي، خو ویاندویان او یا هم د ادارو ریسان د دوی خپرونو ته نه حاضریږي.
نوموړی د طالبانو له لوري د رسنیو لپاره د قانون او د مشخصې پالېسۍ نشتون هغه ستونزه ګڼي چې له کبله یې خبریالان ډیر کله د راپور په جوړولو کې حیران وي.
نی د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف ګڼلی او ويلي يې دي چې دا پر خبريالانو «دوه ګونی» فشار دی.
یو شمير نورو خبريالانو بیا اطلاعاتو ته په لاس رسي ټينګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مسوولين دې د اطلاعاتو په ورکړه کې له دوی سره مرسته وکړي.
هغه د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو لپاره له ټاکل شوې کمېټې غوښتنه وکړه، چې یاده موضوع جدي وڅیړي او هغو کسانو ته سزا ورکړي، چې د طالاعات روز خبریالانو په قضیه کې ښکېل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د نظارت رييس عبد الحق حماد د دې بنديز لامل د ازادۍ راډیو له لوري «یو اړخیز نشرات او ژورنالیستکي» اصل ته نه پاملرنه ګڼلې.