خبرپاڼه زياتوي، چې له نيول شويو کسانو سره ۱۲۳ کيلو چرس، ۴۰۰ ګرامه شيشه، پوډر، ډابليټ k او ځينې نور مواد هم يو ځای نيولي دي.
د خوست په مرکز کې سلګونه کسان د پاکستان له لوري د سپېرې ولسوالۍ په وزيرستاني کډوالو د شوې بمباري په غبرګون کې لاريون کړی او دا کار نه يوازې بشري جنايت يادوي، بلکې په افغان خاوره ښکاره تېری هم بولي.
افسر خان څو ورځې وړاندې له مسافري کورته راغلی و او د هغه په خبره چې له ټپي کېدو ۷ ورځې وروسته يې تېره ورځ روغتون کې ساه ورکړه.
په خوست ولایت کې د ترانسپورت خصوصي شرکتونو یو مسوول ګل سعید وايي، افغان سوداګرو ته د پاکستان له لوري لګول شوي محدودیتونه او هم په دې برخه کې شته خنډونه د دې سبب شوي، چې د افغاني مالونو په صادراتو خورا منفي اغیز وکړي
نوموړي وویل: «مونږ نن له نظامي زده کړو ۷۰ مجاهدین فارغ کړل، چې دا به د خوست – ګردېز او همدا رنګه د دغو منطقو د امنیت ساتنې لپاره وګمارل شي. په دې سره به نه یوازې دا چې د سیمې امنیت لا تامین شي، بلکې د دې ترڅنګ به په لاره کې د جنايي پېښو مخه هم ونیول شي.»
انس حقاني وویل: مونږ او په ټوله کې اسلامي امارت د نجونو له ښوونځيو سره هيڅ ډول مخالفت نه لرو او زه ټول ولس ته ډاډ ورکوم، چې انشاالله له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به هم اجازه ورکول کيږي، تر څو ښوونځيو ته لاړې شي او خپلې زده کړې په اسلامي چوکاټ کې تر سره کړي
د خوست ولايت د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند وایي، چې بېګاه شپه ناوخته د پاکستاني ځواکونو جنګي الوتکو په سپرې ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو په څلورو کليو مندته، امير سپر، پڅې میلې او شکوڼي باندې هوايي بمبار شوی دی.
لاريون کوونکي وايي، هيواد کې د اقتصادي ستونزو له امله افغانان مجبور شوي، چې د کار لپاره ګاونډيو هيوادونو ته لاړ شي، خو د دوی په وينا چې هلته د افغانانو له مجبوريته د ايران خلک او حکومت ناسمه استفاده کوي.
دغه حلقوي سړک چې ۳۲۶ متره اوږدوالی لري په اساسي ډول به رغول کیږي او له کارونو به یې څارنه کیږي. نو په دې سره به له یوې خوا په ښار کې د ګڼې ګوڼې کچه راکمه شي او بل به ورسره ښار نور هم پراخه شي
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د نظام له بدلون وروسته که څه هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې شخصي مخابراتي شرکتونو فعالیت پیل کړی، خو د دوی په خبره چې لاهم په خدماتو کې د پام وړ ښه والی نه دی راغلی.