په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د روغتیا ریاست مسوولین وايي، پلان لري، چې په نږدې ورځو کې د درملو د بیو کنټرول او هم د بې کیفیته درملو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري مظفر خان مخلص وايي، دغه مرستې د (HNTPO) موسېسې له لوري شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) ووېشل شوې.
د پکتیکا خلک وایي، په ملکي روغتون کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو او طبي وسایلو کموالی د ناروغانو پر وړاندې له شته نیمګړتیاوو بلل کېږي او غوښتنه کوي چې اړونده ادارې دې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
ارزګان کې یو شمیر روغتیاپالان وايي، چې ځینې ډاکټران او درمل پلورونکي د خپلې ګټې لپاره یو له بل سره شریک شوي او خلکو ته خراب درمل ورکوي.
ننګرهار د بهسودو یو ناروغ لرونکی جمیل وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شخصي درملتون لرونکي پر ناروغانو چې ډېری یې مسلکي نه دي، تاریخ تېره درمل پلوري چې ناروغ ته یې د ګټې پر ځای زیان ډیر وي او آن د مرګ تر کومي یې رسوي.
د لوګر اوسیدونکي د دغه ولايت له عامې روغتيا رياست طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې د مرکز سربېره د لېرې پرتو ولسواليو له درملتونونو هم څارنه وکړي.
دغه کارخونه د یوه پانګه وال له لوري د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د څه باندې اووه مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې هره میاشت لسګونه زره بوتله بېلابېل ډوله درمل توليدوي.
د سرچينې په حواله چې دا فابريکه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۹ د تلې) د طالبانو استخباراتو رياست له لوري کشف شوې او په کې له «چونې» د سر درد يا ominedolal ګولۍ جوړېدې او وروسته به د اصلي درملو په توګه د ښار په درملتونونو کې پلورل کېدې.
هلمند کې د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې په روغتیایي مرکزونو کې خدمات په نشت حساب دي، چې...
د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی احمد خان د طالبانو پر روغتیايي چارواکو نیوکه کوي او وایي، په څو ځلي یې ورسره په روغتیايي برخو کې ژمنې کړي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.